۲۰۰۰۰زروسیلاب ځپلوسره مو مرسته کړې ده (دخوړونړیوال سازمان)

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې  له څه باندې ۲۰ زره سیلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ، د جنورۍ په دریمه،  یو پیغام خپور کړ چې وايي سیلابونو په اغیزمنو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي. دغه سازمان ویلي چې دې مسلې د خوړو نړیوال پروګرام ته د خوړو رسول ستونزمن کړي دي. په پیغام کې راغلي دي: “تر اوسه مو نږدې شل زره هغو کسانو ته چې سیلاب ځپلي دي د خوراکي توکو مرسته کړې ده

د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې د بغلان، غور، تخار، فارياب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغيس، لغمان، باميان، فراه، نورستان او کاپيسا ولايتونه د سېلابونو شاهد وو. له دې مخکې دپه افغانستان کې له طبیعی پیښو سره دمبارزی وزارت ویاند جانان صیاد په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې د ثور له ۲۰مې د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې په هېواد کې سېلابونو ۲۹۴ کسان وژلي او ۲۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *