افغان حکومت په رسمِي بڼه دوحې ته وبلل شو
دملګرو ملتونو مرتیال وایی افغان حکومت څخه په رسمي توګه دګډون غوښتنه کړې ده
کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال روسماري ډي کارلو د سفر په پای کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې په درېیمه ناسته کې له طالبانو څخه په رسمي ډول د ګډون غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونوپه رسمي خبرپاڼه کې ویل شوی دي چې د درېیمې ناستې موخه له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو د لا همغږي، همغږي او رغنده توب زیاتول دي.
دیادې خبرتیا پربنسټ تمه ده چې دغه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.
د سیاسي چارو او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روسماري ډی کارلو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو خواوو سره دافغانستان پر روان وضعیت باندی خبرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې Rosamari DiCarlo کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر له مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی، پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
دریاست الوزرامرستیال مولوي کبیر په دوحه کې د افغانستان د نه حاضریدو له امله تېر کنفرانس نیمګړی وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ځل باید د دوی شرطونه ومنل شي، څو له افغانستان څخه هم یو پلاوی په دغه ناسته کې ګډون وکړي. .
د دوحېلومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې وه او دویمه ناسته د روان کال په فبرورۍ کې شوې وه.
ملګرو ملتونو په دوحه کې تېرې ناستې رغنده وبللې او ویې ویل، چې د هر اړخیزې حکومتولۍ، بشري حقونو ته د درناوي، ښوونې او روزنې او د افغان ښځو او نجونو د کار په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ګډون کوونکو هېوادونو نظرونه ګډ او مثبت وو.