خبر
دابراهیم رییسی دجنازې مراسم پیل شوي دي
دولسمشر رییسی اوملګرو جنازه له تبریزنه پیل او په تهران کې خاروته سپارکیږي
دایران پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم په تبریز کې پیل شوي دي .
د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو چورلکه په ختیځ اذربایجان کې د یکشنبې په ماسپښین (مې ۳۰)دهوايي پیښې ښکار شوه.
له۱۸ساعته پلټنو وروسته دوشنبې په سهار (مۍ ۳۱) کله چې چورلکه وموندل شوه، د ښاغلي رئیسي او نورو مسافرو د مړینې خبر په رسمي ډول اعلان شو.
په دې پېښه کې پر ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان سربېره، د جمعه تبریز ښار امام محمد علي الحاشم، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي او د ولسمشرۍ د ساتنې د قطعې قوماندان مهدي موسوي هم وژل شوي دي.
په ایران کې پنځه ورځنی ماتم اعلان شوی او نن چهارشنبه په تهران کې د ابراهیم رئیسي د جنازې د مراسمو په مناسبت رسمي رخصتي اعلان شوې ده.