خبر

کیف ته دامریکې دبهرنیو چارو وزیرشپنی سفر

انتوني بلینکن له ولادیمیر زیلنسکې او نورو چارواکو سره وکتل

په داسی حالاتو کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونو زور اخیستی دی،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کییف ته تللی او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او نورو چاروکوسره یې سره یې لیدلي دي.

داسې شیبو کې چې د اوکراین پوځ خارکیف ته نژدې د روسیې د نوي برید پر وړاندې مبارزه کوي، دامریکې دبهرنیو چارو وزیر دغه سفر ډیر مهم بلل کیږی.څارونکي په دی باور دي چې دبلینکن دغه ورده ،اوکراین سره دامریکې دمتحده ایالاتو دکلک ملاتړ پیغام تازه کوي.

ښاغلی بلینکن د شپې په یوه اورګاډي کې کییف ته ورسېد چې د اوکراین لوړ پوړو چارواکو یې هرکلی وکړ.

د هغه دا سفر درې اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د امریکا کانګرس د کییف لپاره د پوځي مرستو نوېپکیج تصویب کړ.

داسی ارزونې هم شته چې دامریکې نویو مرستو،روسیې سره د اوکراین پر مقابلې باندې مثبت اغیز کړی دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button