د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونېخونې غړي خانجان الکوزي وایی چې دوی داسې اسناد او شواهد نشته چې د ایران دا ادعا تایید کړي چې د افغانستان قیمتي ډبرې له غیر رسمي لارو هېواد ته داخلې شوې دي
“په افغانستان کې قیمتي ډبرې په ځانګړې توګه په پنجشیر، بدخشان، ختیځ بازار ولایتونو کې یواځي شرکتونو ته ورکول کیږي، زه فکر کوم چې ډیری یې پاکستان ته ځي او دا چې ایران دا ادعا کړې، موږ داسې اسناد نه لرو چې دا قاچاق شوي وي. “
تردی وړاندې ادعاشوې وه چې د افغانستان د کانونو د قیمتي ډبرو د لیږد رالیږد د ایران په بازارونو کې کیږي
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه د دغه هېواد له «ایلنا» خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان په کانونو کې د ایران پر پانګونې ټینګار کړی او ویلي وو چې د دغو ډبرو استخراج د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ ځای کېدای شي. هیوادونه
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه له دغه خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په کانونو کې د ایراني پانګوالو پانګونه د دوی لپاره ډېره ګټه لري.
د ایران د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره څو ایراني کاني شرکتونو لاسونه سره یو کړي او د ایران د فولادو یوه لویه کمپنۍ هم غواړي چې د افغانستان د کانونو بازار ته داخل شي.
دکانونو اوصنایعو وزارت تر دی دمه دیادو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو ویل کیږی چې دغه زیرمې او کانونه په قانوني او رسمي ډول نه استخراج او په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي .