ایران دافغان کارګرانوداستخدام سزا لاسخته کړه

د ایران حکومت د بهرنیو اتباعو د کارموندنې عمومی ادارې له اسنادو پرته د بهرنیو کارګرانو په تیره بیا د افغانانو د استخدامولو جریمه لوړه کړې ده .

د دغو کارګرانو د استخدام جریمه هره ورځ ۱.۲ میلیونه تومان ده.

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د بهرنیو اتباعو د استخدام جریمه د ورځې ۸۸۴۷۱۴ تومان وه.

داسلامی جمهوریت مقاماتو په ځلونو په دغه هیواد کښې کارګرانو ته په بیلا بیلو سکتورونو کښې د افغانانو د کار کولو په هکله خبرداری ورکړی دی .

دغه هېواد په ټول ایران کې د کاري اسنادو، موقتي کاري کارتونو او یا د کار له جواز پرته کارګرانو ته د کار پر اجازه بندیز لګولی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې تېر کال څه باندې دوه زره بهرني کارګران په البرز ولایت کې او نږدې ۲۰۰ کارګران په کرمانشاه ولایت کې وپېژندل شول.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *