
درفح ښار په اړه معلومات
رفح له لرغونو تاریخي ښارونو دی چې پنځه زره کاله مخکې جوړ شوی او فرعونیانو، اشوریانو، یونانیانو او روم پرې جنګونه کړي دي.
دې ښار ته څو نومونه ورکړل شوي، اشوریانو “رفیحو” نومولی، روم او یونانیانو “رافیا” او عربانو “رفح” بللی دی.
رفح په ۱۹۱۷ کال د بریتانوي واکمنۍ قلمرو شو او په ۱۹۴۸ کال د مصر پوځ رفح ته ننوت او واک یې مصر ته ولېږدېد تر هغه چې په ۱۹۵۶ کال د اسرائیلو لاس ته ولوېد، بیا وروسته مصر پرې واکمن شو. په ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۷ پورې اسرائیلو اشغال کړی و.
د رفح تاریخي ارزښت هلته د اورګاډي په غځېدلې پټلۍ کې و، چې له قاهرې نه حیفا ته غځېدلی، خو دا پټلۍ له ۱۹۶۷ کال وروسته ویجاړه شوه.
د کمپ ډېوېډ له هوکړې وروسته رفح په سرحدي اغزنو تارونو دوه برخې شو، مصر پر سینا واکمن شو او د دې هوکړې له مخې رحف سینا د غزې له رفح جلا شوه او په دې سره د مصري برخې پر تله غزه کې پروت رفح د مساحت له اړخه نژدې درې برابره لوی شو.
د رفح اصلي اوسېدونکي د خان یونس له ښار سره تړاو لري، بیا وروسته فلسطیني کډوال هم ورغلل چې د ۱۹۴۸ کال له (نبکې) وروسته له ځینو کلیو او ښارونو هلته کوچېدو ته اړ شول.
رفح د مصر پر پوله له لویو ښارونو ګڼل کېږي، چې مساحت یې ۵۵ مربع کیلومتره دی او له قدس نه نژدې ۱۰۷ کیلومتره لیرې سوېل لوېدیځ طرف ته پروت دی.
له اوسنۍ جګړې مخکې د رفح له لارې هره ورځ سلګونه باري لارۍ تېرېدلې.