یوناماتشو تبلیغاتوباندې اتکا کرې ده

 

 

د افغغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، په دغه راپور کې هغه څه چې لیدل کېږي ټول تکراري او له پروپاګنده ډک دي.
مجاهد په خپل غږیز پیغام کې زیاتوي چې  یوناما د خپلو دغو ادعاوو لپاره کوم ثبوت نه لري.

نوموړي زیاته کړې:« په افغانستان کې د هیچا حقونه له منځه نه دي تللي. په افغانستان کې د ښځو، نارینه‌وو او ټولو خلکو شرعي حقونه په پام کې ساتل شوي او د افغانستان د خلکو حقونه زموږ د مکلفیتونو څخه دي.»
هغه وایي، د یوناما دغه ادعا ناسمه ده او اوس‌مهال د پخوا پرتله خلک تر ډېره خپلو شرعي حقونو ته لاسرسی لري.
د هغه په وینا:« په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې شته، چې اوس‌مهال پرې کار روان دی؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې ګواکې د چا حقونه دې تلف شوي وي.»
هغه د رسنیو د ازادۍ په تړاو ویلي، چې او‌سمهال موږ ګورو په افغانستان کې رسنۍ د یوه قانون په اډانه کې د فعالیت ازادي لري، چې پیغام رسونه وکړي، راپور ورکړي او په بېلابېلو بحثونو کې نیوکې هم کوي.
هغه وایي، په دې برخه کې د یوناما ادعا بې بنسټه ده.
ښاغلي مجاهد د پخواني حکومت د کارکوونکو د نیونې په تړاو ویلي، چې د پخواني حکومت هیڅ یوه کارکوونکی نه دی نیول شوی او که په غچ اخیستنې کې وژل شوی هم وي قضیې ته یې رسېدنه شوې او که ربړول شوی هم وي، د پېښې اړوند کسان یې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې:« هغه کسان چې په ځینو تخریبي کړنو کې په لاس لرلو نیول کېږي باید له هغوی ملاتړ ونه شي او یوناما دې هم د هغوی استازولي نه کوي.»
تر دې وړاندې یوناما «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت» تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني خپور شوي راپور کې ويلي و، چې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، د خوست او پکتیا په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله، د رسنیو ازادي، د پخواني حکومت چارواکو، د جسمي مجازاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه يې په افغانستان کې بشري حقونو ته کتنه کړې ده

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *