خبر

ترکش ایرلاینز کابل ته الوتنې پیلوي

استانبول کې،کابل الوتنو لپاره دټکټونوپلورپیل شوی دی

د ترکیې هوايي کرښه، ترکش اېیرلاینز به په دريو اوونیو کې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د اېرو روټس وېبپاڼې په وينا ترکش ایرلاینزبه د مې مياشتې په ۲۱ مه کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

ترکېشن اېيرلاينز

دمنابعو په وینا ترکش ایرلاینز به کابل ته هره اونۍ څلو الوتنې تر سره کړي.

اوسمهال يوازې څو نړيوالې کرښې افغانستان ته الوتنې لري چې خلک يې د ټکټونو له لوړې بيې شکايت کوي.

په افغانستان کې دتیر حکومت تر ړنګیدو را وروسته، تر يوې مودې هېڅ نړيوالې کرښې الوتنې نه لرلې او اوس ټکټونه په منځنۍ کچه ګران دي.

هوايي کرښې اصلي لامل د بيمې لوړوالې بولي، وايي هغو سيمو ته چې د الوتکو د بيمې د نړيوالو شرکتونو له نظره تګ خوندي نه وي الوتکې يې په ګرانه بيه بيمه کوي.

اېرو روټز وايي د ترکش اېيرلاين الوتکې به سهار وختي له استانبوله کابل ته ځي او غرمه مهال به له کابله استانبول ته ستنېږي.

که څه هم چې داخبر به دکام ایر شرکت ته ښه خبر نه وي ځکه چې اوسمهال په یوازې سر دترکیې او افغانستان تر منځ الوتنې لري خو دمسافرو لپاره یو ښه زیری دی چې کولی شي د ټکټونو په بیعو کې هم ټیټوالی راولي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button